ننګرهار: په یوه هوايي حمله کې اته وسله وال مخالفین وژل شوي دي

د ننګرهار په مهمندرې ولسوالۍ کې اته وسله وال په یوه هوايي حمله کې وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال نن آزادي راډيو ته وویل چې دا کسان تېره ورځ د مهمندرې په اړوند سیمې نهه ویشتمې ویالې کې په دوو سراچو کې د یوې هوايي حملې هدف ګرځیدلي.

د مشرقیوال په خبره له وژل شویو کسانو سره وسلې او جنګي مهمات هم له منځه تللي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.