د یوه نوي راپور له مخې په ۲۰۱۴ کال کې په ټوله نړۍ کې درې دېرش زره انسانان په تروریستي حملو کې وژل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۴ کال کې په ټوله نړۍ کې دیارلس نیم زره تروریستي حملې شوي چې زیاته برخه یې اسلامي دولت ډلې یا داعش او د نایجریا بوکو حرام ډلې ترسره کړي. دا حملې د نړۍ په پنځه نوي هېوادونو کې شوي؛ خو تر ټولو زیات تلفات یې په منځني ختیځ، جنوبي آسیا او لویدیځه افریقا کې اړولي دي.
د ۲۰۱۴ کال په سلو کې نژدې اتیا حملې په افغانستان، پاکستان، سوریې، عراق او څو نورو هېوادونو کې ترسره شوي. د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې له تروریزم سره د مبارزې د برخې تنظیموونکې تینا کایدېنوو د دې راپور په اړه وايي:
((د القاعده شبکې مشرانو ته له سخت زیان اوښتو سره سره، د سمې حکومتولۍ کمزورتیا او پاتې راتلل، لاهم د افراطيت او تشدد لپاره د لازم چاپېریال په رامینځ ته کولو کې، په خاص ډول په یمن، سوریه، لیبیا، نایجریا او عراق کې امکان برابروي.))
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د راپور له مخې همداراز د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو په ترڅ کې د انسان تښتونې پېښې په ټوله نړۍ کې نژدې درې چنده زیاتې شوې دي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په بیان کې د اسلامي دولت ډلې له خوا په عراق او سوریه کې د پراخو سیمو لاندې کول او د بهرنیو جنګیالیو استخدام بېساري بلل شوي دي.