څو ورځې وړاندې د ګرجستان په مرکز تبلیسي کې ناڅاپي سیل راغی او د دې ښار ، د ژوبڼ دیوالونه یې مات کړل.
د سیل له امله ، د ژوبڼ دوازې د ټولو څاروو پر مخ پرانیستل شوې او ډیر حیوانات د ښار لارو او کوڅو ته را ووتل.
د تلیسي د ښاروالۍ مامورین څو ورځې په لارو او کوڅو کې د وحشي یږانو، تمساح ګانو ، هینوګانو او نورو وحشي څارو په راغونډولو لګیا و.
دې پيښې د ژوبڼ کارکونکو ته خواشینونکي پایلې درلودې. په سیل کې نولس تنه مړه شول چې د تبلیسي د ژوبڼ پالونکې، ګولیکو چیتادژې هم په کې وه .
د دې د کار په اړه لنډ رپوټ له فرشتې جلالزۍ څخه واورئ:
Your browser doesn’t support HTML5