د ښځينه خبريالانو ستونزمن کار

Your browser doesn’t support HTML5

که څه هم د افغانستان رسنۍ د طالبانو له سقوط وروسته، د هيواد لپاره د پام وړ لاسته راوړنه ده، خو په افغانستان کې ژورناليزم يو له خطرناکو مسلکونو څخه شمېرل کېږي. ښځينه خبريالانې له کومو ستونزو سره مخامخېږي؟ پر دې سربېره چې دا مسلک له ګڼ شمېر ستونزو او خطرونو ډک دی، ښځې بيا هم ولې دا مسلک خپلوي؟ ايا ښځينه خبريالانې کولای شي تر خپلو نارينه سيالانو ښه کار وکړي؟ په دې اړه نور تفصیل د ملالۍ بشير په راپور کې وينو او اورو.