د هند پولیس وایي، د هېواد په شمال کي په یوه هوټل کې د اور لګېدنه په پېښه کې لږ ترلږه لس کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
پولیس وایي، اور نن سهار د اوتار پرادیش ایالت په یوه رسټورانټ کې ولګید او نږدې هوټل ته پراخ شو.
پولیسو د اورلګیدنې علت د برېښنا شارټې بللی دی.
دیارلس کسان چې د دغه څلور پوړیزه هوټل څخه یې د تېښتې هڅه کوله د اورسوځېدنې او نورو ټپونو له امله ټپیان شوي او ۹ تنه یې روغتون ته انتقال شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې، د هند په ممبای ښار کې ۳۳ تنه په غیر قانوني ډول د تولید شویو شرابود چښلو له امله مړه او یو زیات شمېر نور په روغتون کې بستري شوي دي.
پولیسو یو تن د غیر قانونې شرابو جوړولو په تورن نیولی دی.