د نړۍ تر ټولو زړه ښځه د ۱۱۶ کالو په عمر د امریکا د میشیګن ایالت د ډېټرویټ ښار بهر په خپل کور کې په آرام ډول مړه شوه.
یرالین تالي چې ټینګه مذهبې ښځه وه؛ د ۱۸۹۹ کال د می په ۲۳ مه زیږیدلې وه. له تالي نه یوه لور، څو لمسیان او کړوسیان پاته دي.
د نوموړې په مړینې سره سوزانا موشات چې په نیویارک ښار کې ژوند کوي د نړۍ د زیات عمر لرونکو کسانو په سر کې شوه. موشات د ۱۸۸۹کال جولای په شپږمه زېږېدلې او په دې توګه د ۱۱۵ کالو او ۳۴۷ ورځو په عمر ده.