کودرین: ښايي پوټین تر ټاکلې مودې مخکې انتخابات اعلان کړي

د ولادیمیر پوټین زوړ متحد الکساندر کودرین پرون وویل چې د روسیې ولسمشر ممکن د دې لپاره چې د اقتصادي اصلاحاتو لپاره ملاتړ ترلاسه کړي؛ تر ټاکلي وخت مخکې د انتخاباتو د ترسره کېدو امر وکړي.

د روسیې اقتصاد چې د اوکراین پر سر د لوېدیځ د بندیزونو له کبله زیانمن شوی؛ د رکود له خطر سره مخامخ شوی او د سږ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۲ اعشاریه ۲ فیصده لوېدلی دی.

اقتصادپوهانو خبرداری ورکړی چې که روسیه ګټور اصلاحات ونه کړي؛ اقتصاد به یې رکود وکړي.

کودرین چې له دوه زرم تر ۲۰۱۱ پورې د روسیې د مالیې وزیر و؛ پرون په پیټرزبورګ کې د پانګونې یوه کنفرانس ته وویل؛ پوټین د دې لپاره چې د اقتصادي اصلاحاتو لپاره ملاتړ ترلاسه کړي؛ کېدای شي تر نېټې مخکې انتخابات اعلان کړي.