له سربیا سره پر پوله د هنګري له خوا د دېوال پر جوړولو د اروپايي کمیسیون مخالفت

اروپايي کمیسیون د هنګري د دې پلان په ځواب کې چې له سربیا سره په پوله کې دېوال دروي؛ د اروپايي اتحادیې غړیو ته د هغو اقداماتو پر وړاندې خبرداری ورکړ چې د دې اتحادیې له ژمنو سره په ټکر کې وي.

اروپايي کمیسیون د هنګري په شان غړیو څخه په کلکه وغوښتل چې د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره له نورو لارو کار واخلي.

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له سربیا سره په ۱۷۵ کیلومتره اوږده پوله کې به ۴ متره لوړه کټاره جوړه کړي.

ده همداراز وویل چې هیواد یې د غیرقانوني مهاجرو د ستونزې پای ته رسېدو ته نور انتظار نه شي زغملی.

سربیا د اروپايي اتحادیې غړیتوب نه لري.

خو د اروپايي کمیسیون د عدلیې او کورنیو چارو ویندویې نتاشا بیرتاود پرون په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل:

((دا کمیسیون د کټارې د درولو ملاتړ نه کوي او خپل غړي هېوادونه متبادلو اقداماتو ته هڅوي.))

دې دا هم وویل چې موږ یوازې په دې وروستیو کې په اروپا کې دېوالونه لېري کړي؛ نو باید له سره ونه درول شي.