د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، سیمه ییز پولیس له خپلو صلاحیتونو ناوړه ګټه اخلي.
د دغه کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې سیمه ییزو پولیسو تر ډېره په شمال او شمال ختیځو سیمو کې له قانون سرغړونې کړي او یو شمېرماشومان یې خپلو لیکو ته جذب کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت هم تاییدوي چې په ځینو برخو کې ستونزې موجودې دي خو وسله وال مخالفین هم په سیمه ییزو پولیسو پسې ډېر منفي تبلیغات کوي.
امنیتي کارپوهان هم ټینګارکوي که قانون پلی شي سیمه ییز پولیس تر نورو ځواکونو په سیمه کې د وسله والو مخالفینو پر ضد ښه نتیجه ورکولای شي.