څومره پیسې پرخیالي ښوونځیو لګول شوي؟

د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې د مرستو د څار اداره یا سیګار غواړي معلومه کړي چې څومره پیسې پرهغو ښوونځیو لګول شوي چې اصلاً موجود نه دي او یا تړلي پاتي دي.

د افغانستان د معارف په برخه کې د پراخ مالي فساد موضوع وروسته له هغې مطرح شوه چې د پوهنې نوي وزیرد هغو ښوونځیو په نوم د مصرف شوو پیسو یادونه وکړه چې یا له سره نشته او یا هم د ناامنیو له امله تړل شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو په وار- وار له هغو لاسته راوړونو یادونه کړې ده چې دې هېواد د افغانستان د پوهنې له سکتورسره د مرستو له لارې لرلي دي.

خو د افغانستان د پوهنې په برخه کې د مالي فساد په اړه وروستي راپورونه ښيې چې د امریکا د دې لاسته رواړونو په اړه مبالغه شوې ده.

د متحده ایالاتو د نړېوالې پراختیايې ادارې یا یو.ایس.ای ډي له خوا خپرې شوې شمېرې ښيې چې په افغانستان کې د ۲۰۰۲ کال او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د زده کونکو شمېرله نوي زرو څخه ۸ میلیونو ته لوړ شوی دی.

راپورونه وايې، په افغانستان کې ښوونځیو ته د تلونکو زده کونکو په اړه د یو.ایس.ای. ډي له خوا په خپرو شمېرو کې لاسوهنه او مبالغه شوې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو سرمفتش جان سوپکو له یو.ایس.ای. ډي غوښتي چې په دې اړه د نوموړي ادارې یا سیګارته معلومات ورکړي.

جان سوپکو د امریکا نړېوالې پراختیايې ته په یوه لیک ویلي، ایا یو.ایس.ای. ډي کوم تخمین لري چې څومره پیسې پرخیالي ښونځیو،خیالي ښوونکو او د پوهنې پر خیالي چارو لګول شوي دي؟

د سیګارپه وینا د ۲۰۱۵ کال ترمارچ میاشت پورې د یو یو.ایس.ای. ډي له خوا ۷۶۹ میلیونه ډالر د افغانستان د پوهنې په برخه لګول شوي دي.

د سیګار مشر د افغانستان د پوهنې په وزارت کې د مالي فساد په اړه د نوي وزیر وروستیو څرګندونو ته اشاره هم کړې ده.

د افغانستان د پوهنې نوی وزیر اسد الله حنیف بلخي وايې، ترده مخکې په دې وزارت کې پراخ مالي فساد شوی او د هغو ښونځیو او ښوونکو په نامه زیاتې پیسې ویستل شوي چې اصلاً موجود نه دي او یا هم د نا امنیو له امله تړلي پاتې دي. نوموړي دا څرګندونې ولسي جرګې ته کولې.

خو د پوهنې پخوانی وزیرد ښوونځیو او زده کونکو په اړه د یو.ایس.ای. ډي له خوا د خپرو شوو ارقامو دفاع کوي او دا ردوي چې ګواکې دده د وزارت پرمهال د پوهنې په برخه مالي فساد موجود و.

د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د څار د ادارې مشر جان سوپکو په افغانستان کې د امریکا د ماليې ورکونکو د پیسو د ضایع کېدو په اړه ویلي:

((موږ د دې لپاره په افغانستان کې یو چې د یوه داسې افغانستان د جوړیدو لپاره کار وکړو چې د خپلو خلکو ملاتړ ولري څو بد عناصر له صحنې لرې وساتي.))

د نوموړي په خبره د خلکو دا ملاتړهغه مهال له لاسه ووځي کله چې ستاسو له خوا جوړشوي څیزونه او ابادي له منځه ځي.