ولسمشر غني: د لومړنیو موادو د بیو د لوړیدو مخنیوی ضروري دی

نن د غبرګولي اته ویشتمه د روژې مبارکې لومړۍ ورځ ده. د روژې په مناسبت ولسمشراشرف غني په خپل پیغام کې ویلي دي چې د لومړنیو موادو د بیو د لوړیدو مخنیوی ضروري دی.

ولسمشر وویل، هغه کسان چې خوراکي مواد ذخیره کوي او بیا یې د نرخ د زیاتیدو په وخت بازار ته عرضه کوي، له هغوی سره به جدي قانوني چلند وشي:

((لازمه ده چې د ضروري توکیو د بیو د جګیدو مخه ونیول شي. د مسوولو ادارو وظیفه ده چې احتکار کوونکي ترعدلي او قضایي تعقیب لاندې راولي.))

ولسمشرهمدا راز امنیتي ځواکونو ته امرکړی دی چې د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې د امنیت د ټینګیدو لپاره لازمې هڅې وکړي او اشرف غني له ټولو افغانانو وغوښتل چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.