د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وايي چې د تیروشپږو میاشتو راپه دې خوا ۴۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
سید حسین عالمي بلخي نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې دغه کډوال د ایران او پاکستانه راستانه شوي چې دوی د نړېوالې ټولنې په همکارۍ له دوی سره مرسته وکړي.
ښاغلي بلخي زیاته کړه چې دوی هڅه کوي چې په روان کال کې یو لک مهاجرین هېواد ته راستانه کړي.