په یمن کې رقیبې ډلې د یوه اوربند لپاره د ملګروملتونو د سولې په خبرو کې په ګډون سلا شوي، خو یوه هیئت د سه شنبې په ورځ وویل، د اوربند په جزئیاتو خبرې کیږي.
د یمن لپاره د ملګروملتونو خاص استازي اسمعیل شیخ احمد هڅه کوي چې د مخالفو ډلو ترمنځ مخالفتونه لري کړي، خو تراوسه هم دا ډلې د خبرو د اجنډا جوړولو په مقصد په یوه میزنه دي ناستې.
په یمن کې کورنۍ جګړې هغه مهال اوج ته ورسیدې چې د ایران ملاتړو حوثي ملیشه ځواکونو په تیر سپتمبرمیاشت کې جمهور رئیس عبدربه منصورهادي له واکه لرې کړ.
شخړې په مارچ میاشت کې نورې هم هغه مهال زیاتې شوې چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د حوثي ځواکونو په هدفونو هوایي حملې پيل کړې.
د یمن په جنوب کې د بیلتون غوښتونکو یو ویاند غالب المطلق وایي، دا اوربند چې تر بحث لاندې دی، د روژې په لومړۍ ورځ به جاري شي.