کارتراو ډیمپسي به په منځني ختیځ کې د امریکا د ستراتیژۍ په اړه خبرې وکړي

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر اشټن کارتر او د پوځ د لویو درستیزانو د کمیټې مشرجنرال مارتین ډیمپسي نن د کانګرس د وسله والو خدمتونو کمیټې استماعیه غونډې ته حاضریږي او په منځني ختیځ کې د امریکا د ستراتیژۍ په اړه به خبرې وکړي.

له استماعیه غونډې مخکې د کمیټې جمهوریت غوښتونکې مشر مارک تامبري وویل:

((داسې ښکاري چې جګړه په یوه خاص خطرناک حالت کې ده او د امریکا د متحده ایالاتو پالیسي او ستراتیژې ورته کافي نه ده.))

اټکل کیږي چې له کارتر او ډیمپسي څخه به د اسلامي دولت د وسله والو د ځپلو لپاره د امریکا د ستراتیژۍ په اړه زیاتې پوښتنې وشي.

دغې بنسټ پالې ډلې په عراق او سوریه کې زیاتې سیمې لاندې کړي دي.

سپینې ماڼۍ تیره اوونۍ اعلان وکړچې متحده ایالات به د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جګړوکې د عراقي ځواکونو د ملاتړلپاره ۴۵۰ تنه نور پوځیان واستوي او په لویدیځ ولایت انبارکې به یوه پوځي اډه هم جوړه کړي.