نن ماسپښین دوه نیمې بجې په خوست ښار کې د پولیسو په یو رینجر موټر پسې د چسپکي ماین چاودنه وشوه، چې ځاني زیان يې نه لاره، خو یو شمېر ګاډي او دوکانونه په کې زیانمن شول.
د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې چاودنه د بې سرحده ډاکټرانو روغتون ته نږدې داسې مهال وشوه، چې د پولیسو رینجر ګاډی د یو دوکان مخې ته ولاړ وو.
د ده په وینا په دې چاودنه کې د پولیسو رینجر او دوه شخصي ګاډي تر ډېره سوځیدلي او یو ټکسي موټر او یو شمېر دوکانونه په کې څه نا څه زیانمن شوي دي.
ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه، د کشفي ادارو له خوا د چاودنې په تړاو پلټنې پیل شوي دي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.