د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدرو موادو سره د مبارزې اداره وايي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۰۹ کیلو ګرامه بېلابېل نشه یي توکي نیولي دي.
د دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په نیول شوو نشه يي موادو کې ۱۶۷ کیلوګرام چرس او ۴۲ کیلوګرام تریاک شامل دي.
اعلامیه زیاتوي چې دغه مواد په کندهار، پروان، بغلان او هرات ولایتونو کې کشف او ضبط شوي دي.
اعلامیه همدارنګه زیاتوي چې په تړوا یې څلورتنه هم نیول شوي دي.