ولسمشر غني سید یوسف حلیم د سترې محکمې د قضايي هیات د غړي په توګه ونوماوه

د افغانستان ولسمشرد یوه فرمان له مخې سید یوسف حلیم د سترې محکمې د قضایي هیت د غړي په توګه نومولی دی.

د فرمان له مخې ولسمشر په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ته دنده سپارلې چې هغه ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره معرفي کړي.

د افغانستان ستره محکمه ۹ غړي لري چې د ولسي جرګې له خوا تایید ته اړتیا لري.