بدل ودونه او په کورني ژوند یې ناوړه اغېزې

بدل هغه ډول نکاح ته ویل کیږي چې یوه ښځه د بلې ښځې مهر واقع شي؛ په دې مانا چې څوک خپله لور یا خور په دې شرط بل ته په نکاح ورکړي چې مقابل کې د هغه لور یا خور خپل ځان ته په نکاح کړي او د دوی ترمنځ مهر هم نه وي ټاکل شوی.

زموږ په ټولنه کې اکثره وخت بدل ودونه په تاوتریخوالي او کورنۍ شخړو بدلیږي؛ که یوه بدلوانه یو کار کوي نو هغه بله یې هم باید وکړي؛ همدا ډول په کالیو، پلار کره تګ راتګ او نور مسایل په موازي ډول باید ترسره کړي.

فرزانه هغه میرمن ده چې بدل واده یې شوی دی اوس له ډېرو مشکلاتو سره مخ ده دا وایي چې د واده مې دولس کاله کیږي؛ خو ما ښه ورځ نه ده لیدلې هره ورځ مې خاوند او خسرګنې راسره جنګ کوي.

په بدل واده کې اکثره وخت منفي رقابتونه موجود وي که یو لوری د مختلفو عواملوپر بنا ضرر ویني نو هغه بله هم باید وځورول شي،یا که یوه ډیرې پیسې،کالي او طلا لري نو بدل وانه یې هم هماغه څه غواړي او وایي چې زه باید دا شیان ولرم.

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ:بدل ودونه او په کورني ژوند یې ناوړه اغېزې