په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی وایي، په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي زیات زیان ملکي وګړو ته رسیږي.
فرانس مایکل میلبن نن په کابل کې په یوه غونډې کې د جګړې له ښکیلو غاړو څخه وغوښتل چې جګړه بس کړي او د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.
دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو یو تازه راپور ښیي چې د روان میلادي کال په دریو لومړیو میاشتو کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ملکي کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.
دغه راپور د تیر میلادي کال د همدې مودې په پرتله د ملکیانو په مرګ ژوبله کې۱۶ فیصده زیاتوالي ښيي.