طالب وسله والو د قطر هېواد په منځګړیتوب څلورتنه تاجکستاني سرحدي ځواکونه له بند څخه ازاد کړي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه کسان د بشري قوانینو د رعایتولو په دلیل خوشې شوي دي.
خو د تاجکستان حکومت تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړی.
دغه څلور تنه تاجکستاني سرحدي ځواکونه د تیرمیلادي کال په ډیسمبر میاشت کې د افغانستان په شمال کې طالب وسله والو نیولي وو .