د افغانستان اجراییه ریاست وايي، د سولې خبرې به هیڅ وخت د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې ترسره نه شي.
د دغه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې له طالبانو سره د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ په افغانستان او یاهم له ګاونډیو هېوادونه پرته په بل کوم هېواد کې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې په تازه راپورونو کې ویل شوي چې ګنې طالبانو له ایران نه غوښتي څو په هغه هېواد کې یو سیاسي دفتر پرانیزي.
خو طالب وسله والو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړی.