د کونړامنیه قومندان په دې ولایت کې له دیرشو څخه د زیاتو طالبانو د وژل کیدو خبره کوي.
عبدالحبیب سیدخیل ازادي راډیو ته وویل چې دغه طالبان د شنبې د ورځې ناوخته د ایتلافي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ووژل شول.
د سیدخیل په وینا دغو الوتکو په دانګام او وټه پور ولسوالیو کې د سخت دریځو وسله والو پرسنګرونو بمباري وکړه.
هغه زیاته کړه چې د ډیرو وسله والو مړي سوځیدلي او د پیژندنې وړ نه دي.