د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو نن سهار له څلورو خواوو څخه په ازرې ولسوالۍ حمله کړې او لا هم د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
د لوګر د امنیې قومندانۍ د امنیت امر محمد ورا اندرابي ازادي راډیو ته وویل چې د یادې حملې له امله د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او دوه تنه امنیتي ځواکونه ټپيان شوي دي.
د لوګر د ولایتي شورا یوه غړي عبدالولي وکیل ازادي ازادي راډیو ته وویل چې جګړه په شدت سره روانه ده او امنیتي ځواکونو د طالبانو د تېښتې لاره نیولې ده.
ازره د لوګر ولایت د سرحدي ولسوالیو څخه ده چې کله ناکله د تاوتریخوالي خبرونه ورڅخه ور کول کیږي.