ننګ: په فراه کې د روانو جګړو د مقابلې بشپړ توان لرو

د فراه ولايت چارواکي وايي چې په بلابلوک او پشت رود ولسواليو کې د روانو جګړو د مقابلې بشپړ توان لري.

د دې ولايت والي محمد اصف ننګ ازادي راډيو ته وويل چې تر اوسه له کورنيو چارو او دفاع وزارتونو د اضافي ځواک د ورغوښتلو اړتيا نه ده پېښه شوې:

د فراه چارواکي وايي، د بالابلوک ولسوالۍ په درېيو سيمو کې پرون سهار جګړه پيل شوې ده. دغه راز په پُشت رود ولسوالۍ کې هم د افغان قواوو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.

لا څرګنده نه ده چې په دغو جګړو کې څومره کسان وژل شوي يا ټپيان دي؛ دغه راز ولسي خلکو ته څومره زيانونه رسېدلي دي.