د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د اذربایجان په مرکز باکو کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره وکتل او هلته یې د اروپايي المپیک د سیالیو په اړه خبرې ورسره وکړې.
دا اول وار دی چې د اروپايي المپیک سیالۍ په اذربایجان کې کیږي؛ خو د اروپايي اتحادیې د هېڅ هېواد مشر د سیالیو د پرانیسې مراسمو ته نه و ورغلی.
خبریالان وايي، کله چې ولسمشر اردغان پر دې چې هېڅ اروپايي مشر په باکو کې نه و؛ خواشیني څرګنده کړه، پوټین یې، له شوخي سره په ځواب کې وویل: ((ترکیه، د اروپايي اتحادیې غړیتوب ته کاندید هېواد دی او دلته د اروپايي اتحادیې استازيتوب کوي.))
د اذربایجان په مرکز باکو کې پرون د اروپايي المپيک لوبې پيل شوې.
د اذربایجان ولسمشر الهام علییف پرون د سیالیو د پرانیستې رسمي مراسم ترسره کړل.
د باکو په المپیک لوبغالي کې دې مراسمو ته نږدې ۶۸ زره نندارچان راغونډ شوي وو او نامتو امریکايۍ سندرغاړې، لېډي ګاګا د سولې او یووالي سندرې په کې وویلې.