ولسمشر ولادیمیر پوټین د روسیې د ملي ورځې په مراسمو کې په خپل هېواد کې د ډیموکراسۍ، آزادۍ او خپلواکۍ ستاینه وکړه.
پوټین د جون د دولسمې له پخواني شوروي اتحاد څخه د روسیې د جلا کېدو د پنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت په مسکو کې په جوړو شویو مراسمو کې د دې څرګندونو ترڅنګ د ساینس؛ ټکنالوژۍ، هنر او ادبیاتو او بشري چارو په برخو کې بریاوو ته دولتي جایزې هم ورکړې.
پوټین وویل روسان خپل هېواد مډرن، آزاد او خپلواک ګڼي او په تېرو پنځه ویشتو کلونو کې یې د ډیموکراسۍ او د بازار د اقتصاد په برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی:
((روسیې نه یوازې په خورا زیات متانت له ډېرو سختو ورځو تېره شوه بلکې د یوې پېړۍ په څلورمه برخه موده کې د ډیموکراسۍ او د بازار د اقتصاد لور ته پرمخ ولاړه او د یوه عصري، خپلواک او آزاد هېواد په توګه په خپلو پښو ودرېد.))
پوټین دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې لویدیځ هېوادونه سخت انتقادونه پرې کوي او وایي چې کرېملېن پر رسنیو او خپلو سیاسي مخالفتونو سخت محدودیت ټینګ کړی دی.