په لاتویا کې دوه تنه روسي فعالان یوې پوځي اډې ته د ننوتو پرمهال نیول شوي

په لاتویا کې هغه دوه تنه روسي فعالان نیول شوي چې د چارواکو په وینا یوې پوځي اډې ته د ننوتو هڅه یې کوله.

د لاتویا پوځ پرون وویل، دا کسان چې د روسیې د پوځ بیرغ او د ناټو ضد تبلیغاتي پاڼې ورسره وې د چارشنبې په ورځ هغه مهال کې ونیول شول چې د ادازي Adazi په نوم د یوې پوځي اډې له د یوالونو د اوښتو هڅه یې کوله. د چارواکو په وینا د پېښې پرمهال لاتویايي او امریکايي ځواکونه د پوځي تطبیقاتو په حال کې وو.

دا دوه کسان په یاده شوې پوځي اډه کې چې د لاتویا پلازمېنې ریګا ته نژدې پرته ده ونیول شول او پرون رسماً توقیف شول.

له دې پېښې دوه ورځې مخکې د بالتیک حوزې د بل هېواد لیتوانیا د دفاع وزارت کمپیوټري سیسټمونه هک شول. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې او د بالتیک د هېوادونو ترمینځ اړیکي خورا زیات ترینګلي شوي دي.