خوشحال خټک وايي:
چې دستار تړي هزار دي – د دستار سړي په شمار دي
په دې محدودو خلکو کې یو عبدالرحمن پژواک دی چې پرمرګ یې شل کاله تیرشول خو د هغو افغانانو په کتار کې لا ژوندی دی چې افغانستان ته د نیک نوم ګټلو لپاره يې په کوردننه او د باندې یې شعاري خبرې نه دي کړې بلکه عملي کار یې کړی دی.
عبدالرحمن پژواک د افغانستان د استقلال د اعلان په کال [۱۹۱۹] میلادي کال کې، د غزني په بالاحصار کې زیږیدلی او په ننګرهار او کابل کې ستر شوی وو.
عبدالرحمن پژواک لومړی افغان و چې په شپیتمه میلادي لسیزه کې یې د ملګروملتونود عمومي اسامبلې مشري پرغاړه وه .
دیپه 1967 [میلادي] کال کې د افریقايي هېواد نامیبیا د حالاتو په اړه،د ملګرو ملتونو د بحث مشرو.
پژواک د نامنسلکو هېوادو په سازمان کې د استازي په توګه، دې ټولنې د افغانستان پښه ورخلاصه کړه.
د یونسکو سازمان، د ملګروملتو د بشري حقونو سازمان او د دې سازمان د بشري حقونو اعلامیې ته د افغانستان په ور ګډیدو کې د پژواک لوی لاس و .
د پژواک یو لوی بشري خدمت ښايي دا وي چې د ده د هڅو په پایله کې د ولسونو دا حق چې خپل برخلیک په خپله وټاکي، د ملګروملتونو په منشور کې شامل او په رسمیت وپيژندل شو.
پژواک له محدودو افغان سیاستوالو ګڼل کیږي چې پر افغانستان د شوروي د یرغل تر پای ته رسیدو وروسته يې د پاکستان په منځګړیتوب، د ژنیو د سولې د پروګرام سره مخالفت درلود.
عبدالرحمن پژواک په اتیایمه او د نویمې لسیزې د پيل په کلونوکې پاکستان، هند او اروپايي هېوادو ته ګڼ سفرونه وکړل او د افغانستان د ازادي ږغ یې اوچت کړی وو.
خو د افغانستان د ازادي لپاره د مبارزې دې سرلاري، بلاخره ، له وطنه جلا، د پاکستان د مهاجرت په قید کېله نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد پژواک وايي:
دا وطن د کومې پيغلې تور اوربل دی
چې باد نه وي لا مهلي تار ومار شي
ګناهکاریم خو ګناه مې ازادي ده
څوک به دې خوږې ګناه نه، توبه ګار شي
اروښاد پژواک یو بل ځای وايي:
زه پژواک یم په پيچومو کې لوی شوی
دا چې چوپ یم، دلته غر او ګړنګ نشته
Your browser doesn’t support HTML5