سایوز سفینه، چې درې ورځې وړاندې په نړېوال فضايي سټېشن کې له ستونزو سره مخامخ شوې وه، پرون /پنجشنبه/ درې فضانوردان روغ رمټ مځکې ته راوستل او په قزاقستان کې کښېناسته.
له فضايي سټېشن سره د دې سفینې د ورو ټکرله کبله سټېشن له خپل مداره ووت خو د امریکا او روسیې د فضايي ادارو د چارواکو په وینا دا ستونزه حل شوې ده.
مځکې ته په بېرته راګرځېدلیو فضانوردانو کې یو د امریکا او دوه نور د ایټالیا او روسیې اتباع دي.
له دې امله چې مځکې ته د سفینې په بېرته راستنېدو کې ځنډ پېښ شو، سمنتا کریسټو فورټي د یوې ښځې په توګه په فضا کې د ډېر وخت د تېرولو له کبله ریکارډ جوړ کړ.
دا له ۱۹۹ ورځو وروسته مځکې ته راغله.