د ملي امنیت عمومي ریاست په ننګرهارکې ۶۵۰ کیلوګرامه چاودیدونکو مواد او یوه اندازه وسلې ترلاسه کړي.
د دغه ریاست په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه راغلي چې دا مواد د ننګرهارپه بهسودو ولسوالۍ کې له یوه کسه ترلاسه شوي دي.
خو په خبرپاڼه کې په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي چې دغه چاودیدونکي مواد کله نیول شوي دي.