سالنګي: پاکستان دې په افغان سوله کې ریښتیني همکاري وکړي

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال له پاکستانه غواړي چې وسله والو مخالفینو سره د ملي وحدت د حکومت د سولې د خبرو په برخه کې رېښتینې همکاري وکړي.

محمد ایوب سالنګي د ازادي راډیو د حقیقت څه دی خپرونې ته وویل، په هغه صورت کې چې اسلام اباد دې مسالې ته پاملرنه ونه کړي ښايي چې په راتلونکې کې دغه هېواد او خلک یې هم له ورته جدي ستونزو سره مخ شي.

دا مساله په داسې حال کې مطرح کېږي چې په تېرو اتو میاشتو کې د ملي وحدت حکومت له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي، خو په ورته وخت کې په یو شمېر ولایتونو کې ناامنۍ هم زیاتې شوې.

په دې اړه نور جزیات پر ورکړل شوي لینک تر کلیک کولو ورسته اورېدلی شئ.

چمتو کوونکی: اجمل تورمان

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟