پکتیا: د ګردیز- ډنډپټان ترمنځ لاره د بارداره موټرو په مخ تړل شوې

د پکتیا د مرکز ګردیز او ډنډ پټان ولسوالي ترمنځ لویه لاره د بارداره موټرو په مخ تړل شوې ده.

د ځاځیو او منګلو ترمنځ د قومي ستونزې له امله دغه لاره د احمد خیل ولسوالۍ د شوات په سیمه کې بنده شوې ده او په سلګونو هغه بارداره موټرچې د پاکستان له لوري افغانستان ته مالونه انتقالوي په لاره کې ولاړ دي.

یو شمېرموټرچلوونکو ازادي راډیو ته له دولته ګیله وکړه چې د دوی غم نه خوري خو ازادي راډیوته د ولایت چارواکو وویل چې دوی به ژرترژره د قومي مشرانو له لارې دغه ستونزه هواره کړي.

د ګردیز او ډنډ پټان ولسوالي ترمنځ لاره له تیرو شپږو ورځو راهیسې د بارداره موټرو پرمخ تړل شوې ده.