په بامیانو کې نن هم د یوه ښوونځي اتلس نجونې مسمومې شوې.
د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمان احمدي ازادي راډیوته وویل چې د مسمومیدو دا پیښه هم د پنجاب ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې شوې.
تیره ورځ هم د دې ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې شپږویشت نجونې مسمومې شوې وې.
تراوسه د دې مسمومیدو علت نه دی څرګند.
د دې ولایت چارواکي چې په اړه یې څیړنې پیل کړي دي.