شریف:مون دې د جمواوکشمیرپه سرله هند سره د لانجې په حل کې مرسته وکړي

د پاکستان صدراعظم نوازشریف د سه شنبې په ورځ د ملګروملتونو له عمومي منشي بانکي مون نه وغوښتل چې د جمواوکشمیر په سر له هند سره د اوږدې مودې لانجې په حل کې دې مرسته وکړي.

نوازشریف په تاجکستان کې د اوبو د نړېوال کنفرانس په څنګ کې د ملګروملتونو له عمومي منشي سره وکتل.

پاکستان، هند ته د دوستۍ لاس غزولی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکرو هڅه کوې، خو د نوازشریف په وینا، هند یې ځواب نه دی ورکړی.

د پاکستان صدراعظم د هندي مشرانو وروستي بیانونه خواشینونکې بللې دي.

هند او پاکستان د کشمیر پرسرڅو ځلي جګړې کړې او د چین په ګډون، هر یو یي خپله خاوره بولي.

ملګرو ملتونو په ۱۹۵۰ م کال کې په کشمیرکې د اوربند او ټول پوښتنې غږ کړی و، خو د دې سازمان غوښتنې ته هیڅ لورې پام نه دی کړی.