پاکستان پرون هغه سړی اعدام کړ چې په قتل د محکومیدو پرمهال پنځلس کلن و.
د بشري حقونو ډلو او ملګروملتونو له پاکستان نه په وار وار غوښتي و چې دا کس دي نه اعداموي.
افتاب بهادرمسیح په ۱۹۹۲ کال کې د درېیو کسانود قتل په جرم محکوم شوی و، خو د بشري حقونو ډلو استدلال کاوه چې د بهادرپه قضیه کې دوو تنو شاهدانو ویلي، دوي شکنجه شوي وو.
د بهادرمدافع وکېلانو ویلي، په خپله بهادرهم شکنجه شوی و چې اعتراف وکړي. په دې توګه د شکنجې په واسطه اعتراف د منلو وړ نه دی.
په ۱۹۹۲ کال کې په پاکستان کې د ۱۵ کلن لپاره هم د اعدام سزا جاري وه، خو وروسته په ۲۰۰۰ م کال کې ورته د اتلس کلنۍ حد وټاکل شو.
د لاهورښارد زندان یو چارواکې وایي، بهادرپرون سهار له اعدامیدو مخکې ویل چې بي ګناه دی او په زندان کې یي د خپلې بې ګناهۍ لپاره یوه مقاله هم لیکلې وه.