د سپینې ماڼۍ د خبري غونډو سالون د بمي د ګواښ له امله خال شو

د امریکا د پټو خدماتو اداره وایي، د سپینې ماڼۍ د خبري غونډو سالون د پولیسوله خوا د بم د ګواښ د خبرداري وروسته د لنډې مودې لپاره خالي شو.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنسټ وویل، ولسمشر بارک اوباما د تخلیې په جریان کې له خپل دفتره بې ځایه نه شو.

د پټوخدماتو د ادارې چارواکو له ایرنسټ سره په ژوندۍ بڼه ټلویزیوني کنفرانس ودراوه او د جیمز بریډلي د خبري غونډو له سالونه یې خلک وایستل.

له شاوخوا شلو دقیقو وروسته خبریالانو ته بیرته سپینې ماڼۍ ته د ننوتواجازه ورکړل شو.

یونیفورم لرونکو د پټو خدماتو د ادارې چارواکود پیښې په ځای کې وویل چې هرڅه سم دي.

د پټو خدماتو د ادارې ویاند براین لیري په یوه بیان کې وویل چې د واشنګټن د پولیسو ډیپارټمنټ د سپینې ماڼۍ د خبري غونډو د سالون په اړه د ټیلیفون په ذریعه د بم ګواښ ترلاسه کړی و.