په بامیانو کې له شلو زیاتې زده کوونکې نجونې مسمومې شوي

د بامیانو د پوهنې ریاست د له شلو زیاتو نجونو زده کونکو د مسموم کیدو خبر ورکوي.

د بامیانو د پوهنې ریس محمد رضا ادا وویل چې ۲۶ نجونې پرون د دې ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې مسموم شوې.

ښاغلي ادا زیاته کړه چې دغه زده کونکې روغتون ته انتقال شوې خو د مسموم کیدوعلت یې تر اوسه نه دی مشخص.

د ازادي راډیو د سیمه ییزخبریال د راپور له مخې درې ورځې وړاندې هم په دې ولایت کې له ۶۵ زیاتې زده کونکې مسموم شوې وې.