د افغانستان جمهورییس اشرف غني نن په کندهارکې له یو شمېرامنیتي ځواکونو سره ولیدل او د هغوي سرښندنې یې وستایلي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیوته وویل چې په دغه سفرکې ولسمشر د ۲۰۵ قل اردو له تاسیساتو څخه لیدنه وکړه.
همدا راز ولسمشر د کندهار د بریښنا د ستونزو د حل په هدف د لسو میلیونو ډالرو د ورکړې ژمنه کړي.
ولسمشر اشرف غني د کندهار ولایت د امنیتي وضعیت د څیړلو په هدف نن دغه ولایت سفر وکړ.