د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د همکاري یو نوی پروتوکل لاسلیک شو

تاجکستان ته د افغانستان د اجراییه رییس د سفر په لړکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاري یو نوی پروتوکل لاسلیک شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وویل چې دغه پروتوکل په ۲۰۰۵ کال کې هم لاسلیک شوی وو چې اوس مهال هم یوځل بیا د بهرنیوچارو وزارت سره په بېلابېلو برخو کې د همکاري په هدف تمدید شو:

((تاجکستان ته د افغانستان د حکومت د اجراییه رییس د سفر په حاشیه کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د همکاري یو نوی پروتوکل لاسلیک شو.))

د افغانستان د حکومت اجرایه مشرعبدالله عبدالله د یوه هییت په مشرۍ د یکشنبې په ورځ د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته لاړ.