په سنمګال ولایت کې د ۳۹ عام المنفعه پروژو کار پیل شو.
د شمال زون د کلیو او پراختیا ریاست په خبرپاڼه کې راغلی چې د دغو پروژو لګښت ۶۷ میلیونه افغانۍ ده چې د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت له خوا ورکول کیږي.
د دغو پروژو په عملي کولو د ایبک ښارپه شمول د ۲۹ کلیو شاوخوا ۶۷۱۶ کورنیو ته ګټه رسیږي.
په دغو پروژو کې ۱۴ بابه ټولنیز مرکزونه، یوشمېر استاندي دیوالونه، کانالونه او د اوبو شپږ ویشت زیرمې شاملې دي.