د ملګروملتونو سازمان د دوشنبې په ورځ په لیبیا کې جنګیدونکو ډلوته د ملي وحدت حکومت د جوړولو وړاندیز وکړ ترڅو د شمالي افریقا دا هېواد په یوه ناکامه دولت بدل نه شي.
لویدیځ چارواکې وایي، په مراکش کې د ملګروملتونو خبرې په لیبیا کې د جګړو بندولو لپاره یوازینۍ هیله ده.
په دې هېواد کې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسي یعنې د معمرالقذافي د واکمنۍ له ختمولو وروسته وسله والې ډلې په خپلوکې په جګړو کې ښکیلې دي.
د ملګروملتونو په وړاندیزکې د ملي وحدت په نامه د یوه کال لپاره د یوه حکومت د جوړیدو غږ شوی چې د وزیرانو شورا په راس کې به صدراعظم وي او مرکز به یي په طرابلس کې وي.