د جي۷مشرانو د مسکو پرخلاف د بنديزونو د شديدولو خبردارى ورکړ

د نړۍ د ٧ صنعتي هېوادونو د ډلې يا G-7 مشرانو د مسکو پرخلاف د بنديزونو د شديدولو خبردارى ورکړ.

پر روسيې دغه بنديزونه د اوکراين په ختيځ کې د مسکو د رول له کبله لګول شوي دي.

د بريتانيا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ايټاليا، جاپان او د امريکا د متحده ايالاتو مشرانو دغه خبردارى په هغه اعلاميه کې ورکړچې پرون يې د جرمني په جنوب کې د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پاى کې صادره کړه.

په دې اعلاميه کې راغلي چې د دغو بنديزونو دوام بايد په دې پورې تړلي وي چې د مينسک موافقه څومره عملي کېږي او د اوکراين د حاکميت حق ته څومره درناوى کېږي.

که څه هم د اوکراين د شخړې ښکېلو لوريو په فبرورۍ مياشت کې په مينسک کې د اوربند پر موافقه سلا وکړه چې له دغه اوربند نه ډېرې سرغړونې شوې دي.