عبدالله عبدالله د تاجکستان له ولسمشر سره په همکاریو خبرې وکړې

د افغان حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د تاجکستان له ولسمشرامام علي رحمان سره د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې.

د راپورونو پر اساس، ښاغلي رحمان ويلي چې تاجکستان تل د افغانستان ملاتړ کوي او دا پروسه به روانه وي.

تردې مخکې ښاغلي عبدالله د تاجکستان له صدراعظم قاهر رسولزاده سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو په باب خبرې وکړې. دواړو لوريو پرون يوه ګډه اعلاميه هم لاسليک کړه.

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د ازادۍ راډيو د تاجکي څانګې مسوول خورشيد همدم د افغانستان او تاجکستان د ګډې اعلاميې په باب معلومات ورکوي:

((دواړو هېوادونو د اقتصاد، تجارت، انرژۍ، اوبو، دغه راز د علمي او فرهنګي اړيکو په باب او د امنيتي همکاريو په اړه د شويو پرېکړو او تړونونو د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

ټينګار وشو چې په سوداګرۍ او اقتصادي برخه کې بايد دواړه هېوادونه همکاري زياته کړي.))

اجرائيه رئيس به نن د اوبو په باب په يوه نړېوال کنفرانس کې چې په دوشنبې کې جوړېږي ګډون وکړي.

د افغانستان اجرائيه رئيس او ورسره ملګري هيئت يې د يکشنبې په ورځ تاجکستان ته لاړ.