د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې دوو سیمه ییزو پولیسو خپل پنځه ملګري په ډزو وژلي او له سیمې تښتیدلي دي.
د دغه ولایت یوې امنیتي سرچیني د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې یادو کسانو د خپلو ملګرو تر وژلو وروسته وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.
پېښه نن سهار پنځه بجې شوې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې د دې پيښې په اړه څېړنې روانې دي.