عالمه: د ښځو پر وړاندې د تشدد د مخنیوي قانو باید ژر تصویب شي

د افغان ښځو د سیاسي ګډون کمېټې له ولسي جرګې څخه وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي قانون دې ژر تر ژره تصویب کړي.

د یادي کمېټې مشره ډاکتر عالمه وایي چې د یاد قانون په تصویبېدو سره به د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې شي.

نوموړې نن په یوه غونډه کې وویل چې د دې قانون د تصویب پر وړاندې پراته خنډونه هم باید هوار شي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي قانون د مخکني ولسمشر حامد کرزي له خوا د یوه تقنیني فرمان په اساس نافذ شوی و؛ خو تر دا مهاله ولسي جرګې نه دی تصویب کړی.