د روغتیا وزیر وايي په استقلال او صحت طفل روغتونونو کې د تشخیص معیاري مرکزونه فعالوي

د افغانستان د عامي روغتیا وزیر وايي چې د راتلونکو سلو کاري ورځو په لړ کې به د استقلال او صحت طفل په روغتونونو کې به د تشخیص معیاري مرکزونه فعاله کړي.

فیروز الدین فیرزو نن د خپلو راتلونکو سلو ورځنیو کاري پروګرامونو د تشریح پرمهال وویل چې د تشخیص مرکز په فعالېدو سره به هڅه وکړي چې خلکو ته باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.

ښاغلي فیرزو همدارنګه زیاته کړه چې تر ۲۰۱۸ م کال پورې به له افغانستان څخه د ماشومانو پولیو یا فلج ناروغي هم ورکه کړي.

هغه وویل چې سږ کال یې د پولیو درې پيښې ثبت کړي چې دوه یې په فراه او یوه بله یې په هلمند ولایت کې وو.