د کابل د بېلابېلو پوهنتونونو سلګونو محصلینو نن د برما د مسلمانانو په ملاتړ مظاهره وکړه.
دغه محصلین چې کابل پوهنتون ته څېرمه راټول شوي وو؛ د دې غوښتونکي شول چې د افغانستان حکومت او د نړۍ مسلمانان دې د برما د مسلمانو په ملاتړ غږونه اوچت کړي.
د راپورونو له مخې په برما کې د مسلمانانو پر وړاندي تاوتریخوالي په دې وروستیو کې زیات شوی دی.
د ټولنیزو شبکو تصویرونه ښيي چې په برما کې مسلمان ماشومان وژل کیږي او حتی په ژوندینې اور وراچول کیږي.
تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د برما پر مسلمانانو باندې د روان وحشت غندنه کړې وه او د نړۍ والي ټولنې او ټولو نړېوالو بنسټونو څخه یې غوښتي وو چې دغه جنایت پای ته ورسوي.