واده د ښځې او نارینه تر منځ هغه مقدسه رشته ده چې په نتیجه کې یې ګډ او منیه ناک ژوند شروع کیږي؛ خو که دا رشته په زور او جبر ترسره شي او د جانبینو رضایت په کې موجود نه وي؛ نو یو لړ ستونزې راولاړي.
په هغو کورنیو کې چې په اجبار او ظلم سره د نجونو او هلکانو ترمنځ نکاح تړل کیږي؛ د ښځې او خاوند تر منځ د مینې مقدس پیوند په عقدې بدلیږي چې د ژوند ترپایه بیا په غم او خفګان کې ژوند تیروي.
په اکثره کورنیو کې دا دود ډیر حاکم دی چې که کومې نجلۍ پسې څوک په مرکې راشي نو کورنۍ یې پرته له دې چې له نجلۍ پوښتنه وکړي نامزدوي یا دا چې ځینو نجونو د واده قانوني سن هم نه وي پوره کړی خو کورنۍ یې په خپل زړه ودوي؛ ځینو خلکو ته دا ننګ او شرم دی چې د واده په مسله کې دې له لور سره مشوره وکړي.
زموږ په ټولنه کې ګڼ کسان بې له دې چې په واده کې له نجونو سره مشوره وکړي چې آیا لور یا خور یې رضایت لري او کنه په خپل زړه یې ودوي، خو پوښتنه دا ده چې د نجلۍ د رضایت خلاف نکاح جواز لري؟
د دیني عالمانو په وینا د جانبینو رضایت په نکاح کې اساسي شرط ګڼل کیږي.
Your browser doesn’t support HTML5
نیمه نړۍ:په واده کې له نجلۍ سره مشوره کول څومره ضروري دي؟