افغان ځواکونو په بدخشان کې له وسله والو دوه غرنۍ سیمې بېرته نیولي دي

د دفاع وزارت چارواکي په بدخشان ولایت کې د هغو دوو غرنیو سیمو د بېرته نیولو خبر ورکوي چې د دوی په وینا د وسله والو له خوا د نیول شوي یمګان ولسوالۍ لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.

د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال افضل امان آزادي راډیو ته وویل چې د دې سیمو نیول به د یمګان ولسوالۍ په بېرته نیولو کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي:

((د جرم ولسوالۍ لوري ته چې زموږ ځواکونه په راغ؛ راغک او د خِستک په خوله کې وو؛ موږ پرمختګ کړی او زموږ ځواکونو دوه ستراتیژیکې لوړې څوکې ونیولې چې د خستک ټولې سیمې یې تر څار لاندې دي.))

وسله والو مخالفینو د شنبې په ورځ یمګان ولسوالي ونیوله؛ خو افغان ځواکونو د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو او د وسله والو د تصفیې په مقصد په سیمه کې پوځي عملیات پیل کړي دي.