افغانستان له تاجکستان سره تجارتي او ټرانزیټي موافقې لاسلیک کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان یو دولتي پلاوی له تاجکستان سره څو تجارتي او ټرانزیتي موافقې لاسلیک کړي.

د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ دا پلاوی تېر ماښام له کابله تاجکستان ته ولاړ.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوېد فیصل ازادي راډیو ته وویل چې افغان پلاوی به د افغانستان او تاجکستان ترمینځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا هڅه وکړي:

((له دې سفر څخه د افغان حکومت تمه افغانستان ته د مقابل لوري د مرستو جلب او د برېښنا؛ ټرانزیټ، سوداګرۍ او همداراز د ګاز او تېل د صدور په برخو کې د موافقو لاسلیک دي.))

د ښاغلي فیصل په وینا اجراییه رییس به دوشنبې ته د سفر پرمهال د ټروریزم او د مخدر موادو د قاچاق پرضد د مبارزې پر لارو چارو هم د تاجکستان له چارواکو سره خبرې وکړي.

عبدالله د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په بلنه هغه هېواد ته سفر کړی.